د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړي پلاوي شمالي ولایتونو ته په سفر کې د قوشتېپې ملي کانال له روانو چارو لیدنه کړې او د یادې پروژې د چارو پرمختګ یې ارزولی دی.
ښاغلي عمري د ملي پراختيا شرکت اوسني فعالیتونه د هېواد په تاریخ کې بې ساري بللي او د قوشتېپې ملي کانال په بشپړېدو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په ورته مهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ استازي، مولوي احرار ویلي چې دا پروژه به د سیمې په کچه د افغانستان اقتصادي موقف پیاوړی کړي او د هېواد د ملي عوایدو په لوړولو کې به بنسټیز رول ولوبوي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي رئیس، عبدالرحمن عطاش ډاډ ورکړی، چې تخنیکي ټیمونه په خورا چټکۍ سره په کار بوخت دي، ترڅو د پروژې پاتې چارې د ټولو ملي او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ژر بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او اوس مهال یې د کانال په مسیر کې پر ۲۸ پلونو او د اوبو پر کنټرولوونکو ساختمانونو کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د آمو سیند اوبه د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ ورسېږي.
