په دې وروستیو ورځو کې، د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځینو سیمو بمبارد وشو، دا کار د عامو افغانانو او سیاسي څېرو له سختو غبرګونونو سره مخ شو. دا برید چې مالي تلفات یې له ځان سره لرل، د افغانستان د ارضي تمامیت ښکاره نقض و. خو له بده مرغه د افغان حکومت یو شمېر مخالفین، هغوی چې ځانونه د «خلکو استازي» بولي، د دې بمبارد هرکلی وکړ او وروسته یې بیا د افغان حکومت مشروع غبرګون تمسخر کړ او حتی مخالفت یې ورسره وکړ. دې دریځ د مخالفینو اصلي تړاو او تمایل لا ښه څرګند کړ.

یاد مخالفین، چې څو اوونۍ وړاندې د سپټمبر په وروستیو کې په اسلام‌آباد کې د پاکستاني چارواکو په بلنه را ټول شوي وو، په ښکاره ډول د یوې نوې دسیسې او لوبې برخه ګرځېدلي دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د غونډې ګډونوالو ته شاوخوا ۱۳۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکړل شوې او له دې سره یو نوی ماموریت هم ور وسپارل شو. دا ماموریت، د افغانستان د حکومت پر ضد تبلیغاتي او رواني جګړه ده، هغه هڅه چې له کلونو راهیسې د پاکستان د استخباراتو تر سیوري لاندې روانه ده.

په دې غونډه کې د ګډونوالو خبرې او په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی وروستي دریځونه ښيي چې دوی د خپل ولس له درد او واقعیتونو څخه لرې شوي دي. د هغوی د خبرو ژبه د پاکستان د سیاسي او پوځي کړیو د تبلیغاتو ژبې ته ورته ده. د دې پر ځای چې د ملي حاکمیت د دفاع ملاتړ وکړي، دوی د هغه هېواد په څنګ کې ولاړ دي چې پر افغان خاوره بمونه اوروي. د مخالفینو دا ډول دریځونو څرګنده کړه چې دوی تر څومره کچې د ملي ګټو مخالفین دي.

د دغو اشخاصو تمسخر کوونکي څرګندونې او د دوی پاکستان پلوه دریځ وروسته له هغه راڅرګند شو چې افغان حکومت د پاکستان د برید په وړاندې توند غبرګون وښود او انتقامي ګامونه یې اوچت کړل. د افغان حکومت دا غبرګون د ارضي تمامیت د دفاع لپاره یو مشروع ګام و، خو مخالفینو دا ګام «نمایشي» وباله او هڅه یې وکړه چې د ولس اذهان مغشوش کړي. دوی د پردیو د موخو لپاره د معلوماتي جګړې برخه ګرځېدلي او د هر هغه اسلامي او ملي حرکت مخه نیسي چې د افغانستان د خپلواکۍ ملاتړ پرې کېږي.

که د دغو کسانو تېر تاریخ ته وکتل شي، دا به څرګنده شي چې د هغوی اړیکې له بهرنیو استخباراتي کړیو سره نوې خبره نه ده. هغوی تل د پردیو په پیسو او لارښوونو ځان ته سیاسي دریځ نیولی. د اسلام‌آباد وروستۍ غونډه د همدې دوامداره وابستګۍ تازه بڼه ده، هغه بڼه چې د ملي ګټو پر ځای یې دوی د پردیو اجنډاوو ته وفاداره کړل.

د افغان ملت وجیبه ده چې د داسې مزدورو څېرو اصلي څېره وپېژني. هغه څوک چې د هېواد په ضد بریدونه ستایي، د مسلمان او بیا د یو افغان د وینې سپکاوی کوي او ارضي تمامیت یو تمسخر امېزه مسئله ورته ښکاري، د ملت استازي نه، بلکې د ملت دښمنان دي. افغانستان هغه وخت پر خپلو پښو ولاړېدای شي چې د پردیو اجنډاوو ته د کار کوونکو په وړاندې واحد ملي دریځ خپل کړي، ځکه ملتونه د بزدلو مزدورانو نه، بلکې د وجدان‌لرونکو ساتندویانو په واسطه ژوندي پاتې کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version