د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مخکښ غړي او سياستوال خرم ذيشان‌ ويلي، چې پاکستاني حکومت د افغانستان پر وړاندې نيابتي جګړه پرمخ وړي او په خبره یې دی د پاکستان د يوه عادي وګړي په توګه افغانانو سره د جګړې پلوی نه دی.

هغه د پاکستاني حکومت له لوري د ډلو ټپلو ته ځای ورکولو او د پرديو پروژو تطبيق ته په اشارې ليکلي «زه د يوه عادي پاکستاني په توګه افغانانو سره د جګړې کولو پلوی نه يم، ځکه چې پاکستاني حکومت زما يا زما د پاکستان د ګټې لپاره نه جنګ نه کوي، بلکې يواځې يوه نيابتي شخړه پرمخ وړي.»

د پاکستان عام وګړي او ځينې سياستوال د دغه هېواد په حاکمې طبقې په ځانکړي ډول په لومړي وزير او پوځ مشر توندې نيوکې کوي او وريادوي، چې دوی په لوی لاس له ګاونډيو سره ستونزې رامنځته کوي.

تر دې وړاندې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم چې اوس په زندان کې دی، خپل حکومت ته په يوه ليک کې ويلي و، چې له افغانستان سره په لوی لاس له جګړې کولو او ستونزو جوړولو لاس واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version