جګړه په خپله ذات کې ښه نه ده، خو کله چې د هېواد پر ارضي تماميت، عزت او خپلواکۍ د پرديو له خوا بريد کېږي، نو بيا جګړه يوازې انتخاب نه، بلکې يوه سپېڅلې دفاعي وجيبه ګرځي. افغانستان له لسيزو راهیسې د پاکستان د مغرضو مداخلو او مستقيمو تېريو قرباني دی، خو په هیڅ وخت کې هم پرېکنده ځواب نه و ورکړل شوی. اوس چې يو ځل بيا پاکستان هوايي بریدونه او پر ډيورنډ فرضي کرښه نښتې وکړې، پراخ تاریخي، غاښ ماتوونکی او پرېکنده ځواب ورکول شو.
د افغانستان دفاعي جګړه د هېواد د ارضي تمامیت او وقار د ساتنې او د پاکستان جګړه د امریکايي پروژې د تطبیق، له مسؤلیت د تېښتې او تېري جګړه ده. په داسې حال کې چې د هېواد اصلي بچيان او ساتونکي په سنګرونو کې د افغانستان د مقدسې خاورې ساتنه کوي، د نور الرحمن اخلاقي او نورو پخوانیو چارواکو په څېر ځينې بهر مېشتې منفوري څېرې د دې جګړې په وړاندې ناسم تبلیغات کوي او د ملي يووالي پر له منځه وړلو تأکید کوي.
د افغانستان دفاعي جګړه په هېڅ صورت د يوې ډلې، قوم يا مشخصو افرادو جګړه نه ده، بلکې دا د افغانستان د تاريخي دښمن پر وړاندې د ملي نواميسو څخه د دفاع جګړه ده. کله چې يو بهرنی تېريګر پر افغان خاوره بريد کوي، نو هلته اختلاف او سیاسي ټکرونه په نظر کې نه نیول کېږي او نه هم د نظام د څرنګوالي بحثونه مطرح کېږي، بلکې په یوه غږ د بهرني تېري د ځواب هڅه کېږي. خو نور الرحمن اخلاقي بیا د نور څه ترلاسه کولو په هڅه کې دی؛ دا استدلال چې دا جګړه د خلکو نه ده، په اصل کې د دښمن د تېري مشروعيت ته لار هوارول او د افغانانو ترمنځ د نفاق تخم شیندل دي.
پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا تر پښو لاندې کړي او د دې هدف لپاره له هر ډول فشار څخه کار اخلي. په داسې حساس وخت کې د یو مشخص ولایت شجاع ځوانان هڅول چې د خپل هېواد له پولو دفاع ونه کړي، يوازې د پرديو د ستراتیژیکو موخو په ګټه تمامېږي. افغان ولس په تاريخي ډول ثابت کړې چې که هر څومره کورني اختلافات ولري، خو د بهرني يرغلګر پر وړاندې تل يو موټی او د فولاد غوندې کلک درېدلي دي.
بهر مېشتي سياسي مخالفين چې د واک له ګدۍ راغورځېدلي، له بده مرغه د خپلو شخصي عقدو له مخې غواړي د ملت او اوسني نظام ترمنځ درز رامنځته کړي. دوی د دې پر ځای چې د هېواد د ملي ګټو په پار له روان دفاعي مقاومت ملاتړ وکړي، داسې تبليغات کوي چې د هېواد دفاعي صفونه کمزوري کړي. خو دا تبلیغات د افغانانو د حماسو په وړاندې بې اثره دي، پر دې مقدسه جګړه تورونه پورې کړل يوازې يوه بېځایه هڅه ده چې غواړي ولس له خپلې خاورې پردی کړي او د دښمن بریدونو ته لاره هواره کړي.
د هېواد د هر ګوټ ځوانانو چې نن د ارضي تمامیت ساتنې ته ور دانګلي، دا ثابتوي چې د افغانستان دفاع يو ملي مسؤلیت دی. که دا جګړه قومي وای، نو نن به له شماله تر جنوبه ټول افغانان په يوه غږ د تېري کوونکي پر وړاندې نه راپاڅېدل. د اخلاقي ادعا چې دا جګړه د «قدرت ساتلو» لپاره ده، د هغو زرګونو سرتېرو سپکاوی دی چې د پردیو پروژو په ضد او «د اسلامي خاورې د ساتنې» په هدف د توپونو خولې ته ولاړ دي.
ولس په شعوري ډول د خپل حکومت تر څنګ ولاړ دی، ځکه دوی پوهېږي چې خاوره او جغرافيه د دوی تلپاتی کور دی. د بهر مېشتو مخالفينو ناهيلې هڅې به هېڅکله د افغانانو ملي اراده متزلزله نه کړي. د هېواد دفاع بې قيد او شرطه ده او هر هغه غږ چې د دې دفاع مخه نيسي، په حقيقت کې د دښمن د تېري لپاره لارې جوړول دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
