پاکستان په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډېر ځان د کورنۍ ناامنۍ په لومو کې راګیر کړی او له خپلې اصلي څېرې څخه یې پرده پورته کړې ده. د یرغلیزې او تهاجمي جګړې کومه لړۍ چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې پیل کړي، څرګندوي چې د دې هېواد کورنی واک د هغوی د خپلو ملکي او پوځي مسؤلینو په لاس کې نه دی، بلکې له بهره تنظیم او رهبري کېږي. د پاکستان رول تر ډېره د داسې یوه عسکر په څېر دی چې د امرونو له پلي کولو پرته بله لار نه لري؛ یو داسې عسکر چې د یوه روباټ په څېر عمل کوي او یوه سوځېدلې مهره ده.
د بېلګې په توګه، پاکستان په تېرو یو یا دوو کلونو کې له کورنۍ ناامنۍ، د داخلي مخالفو ډلو له ظهور او د مخالفو ډلو له وسلوالو او تهاجمي فعالیتونو څخه کړاو ویني. د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې همېشه د مخالفو ډلو ترمنځ شخړې او نښتې روانې دي او د دې هېواد پوځي ځواکونو یې په وړاندې همېشه کمزورې مقابله کړې ده.
په داسې معاملو او دوامدارو جنجالونو کې د جمهوریت د وخت ځینو تښتېدلو مخالفینو د پاکستان مات شوی لاس په لاس کې نیولی او د سولې غوښتونکي لقب یې ورکړی، داسې انګېري چې ګواکې په اوسني وضعیت کې یواځې پاکستان کولای شي چې مرسته یې وکړي او د خپلو موخو په لاس ته راوړلو کې به ورسره مل شي.
په حقیقت کې دا ډول کسان نه د ملي هویت رنګ لري او نه یې په کومه ټاکلې خاوره کې ریښه او بنسټ شته؛ بلکې هر یو یې د خپلو شخصي ګټو زامن دي او د نورو په کور کې د حرامې مړۍ د موندلو په لټه کې منډې وهي. دې سرتمبه کسانو پخوا هم له ځانه داسې کرکجنه او بې باوره څېره پرېښې ده، اوس هم په دوکې او چل بوخت دي؛ چې له مخې یې نه خبرو ته ارزښت ورکول کېدای شي او نه لږ اندازه باور پرې کېدلی شي.
دغه مکر او فریب تر دې کچې رسېدلی چې آن د هغوی ځینو پخوانیو څنګلورو هم ترې خپله کرکه څرګنده کړې او په تندو او سپکو الفاظو یې د هغوی پر باور برید کړی.
دا کسان د تېرو لسیزو د ویجاړیو تکراروونکي یادېږي؛ چا چې افغانستان د تاریخ په کنډوالو بدل کړی او کورنۍ یې د غم پر ټغر کېنولې وې. اوس همدوی د سولې او ثبات د راوستونکي په توګه، د پاکستان په را وړاندې کولو سره په حقیقت کې غواړي د افغانستان په اوسني منسجم او ټینګ جوړښت کې نوی درز رامنځته، بنسټ یې سست او کمزوری کړي.
د افغانستان په اړه د دې ډول نندارو جوړول او د داسې حضوري او مجازي بحثونو تنظیمول، هغه هم د دوو ستونزه لرونکو طرفونو یعنې د جمهوریت د تښتېدلو مخالفینو او دوکه باز پاکستان له لوري، د تېر سوځېدلي تاریخ له تکرار پرته بل څه نه دي او د افغانستان له تباهۍ پرته به بله پایله ونه لري.
له همدې امله، دا ډول د خبرو یووالي، هڅې او رسنیزې نندارې په رسنیو کې له ځان مطرح کولو او په څپېړه له مخ سره کولو پرته بله موخه نه لري.
کله چې بې باوري له داخل څخه راوځي او له خپلو کسانو څخه یو یې خپلې کورنۍ ستونزې افشا کوي، له شک پرته چې دا ټولې دسیسې او چلونه په پایله کې د همدغو کسانو لپاره بدنامي او شرم راوړي، همدارنګه تر بل هر وخت ډېر د افغانستان د غیرتي ولس په وړاندې د کرکې وړ او بدنامېږي.
له اوسني وضعیت سره د هغو پخوانیو پېښو په تړلو سره چې همدا تښتېدلي مخالفین یې عاملین او بنسټګر وو او نن چې همدې کسانو د پاکستان په غېږه کې پناه اخیستې او د ستونزو د حل یوازینۍ لاره یې ګڼي؛ له دې سره ولس دې پایلې ته رسېږي چې دا خلک له پخوا تر اوسه د هېواد خیر غوښتونکي نه وو، موخه یې د خپلو شومو شخصي ګټو له ترلاسه او د دښمنو هېوادونو د ناوړه موخو له پوره کولو پرته بل څه نه دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
