د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د پاکستان د پوځ ویاند وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او يادې څرګندونې یې له واقعيت لرې او د يوه مسؤل پوځي موقف له معيارونو سره په ټکر کې بللي.

ښاغلي مجاهد د پاکستان له اړوندو ادارو غوښتي، چې د رسمي موقفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسائلو پر حل تمرکز وکړي.

د نوموړي په خبره ‏افغانستان د قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لروونکی یو خپلواک او باثباته هېواد دی، چې د افغانستان په ټولې خاورې کامل حاکمیت لري.

ښاغلي مجاهد پاکستاني لوري ته په صراحت سره ويلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه دي.

‏د افغان حکومت وياند همدا راز د پاکستان په اړوندو ادارو غږ کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، د مسؤلانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version