د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د خوړو نړیوال پروګرام له رئیس، جان ایلیف او مل پلاوي سره کتلي.

د یاد وزارت ویاند پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې دې لیدنه کې د عامه تغذیې خدماتو پر پراختیا، د یاد پروګرام پر روانو فعالیتونو، راتلونکو پلانونو او د همکاریو پر څرنګوالي خبرې شوي.

ښاغلي جلال ویلي، چې د عامه تغذیې خدماتو پراختیا له مهمو روغتیايي اړتیاوو څخه ده او په دې برخه کې باید مرستې لا منظمې، دوامداره او د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د عامې روغتیا وزارت له مرستندویه بنسټونو سره د ګډو همکاریو پراختیا ته ژمن دی، څو وکولای شي په ټولو روغتیایي برخو کې خلکو ته باکیفیته او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام رئیس د تغذیې په برخه کې د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د کونړ ولایت له زلزله‌‌ځپلو او بیرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو او همکارۍ پلان لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version