د بلوچستان مشهور دیني عالم، مولانا محمد خان شیرانی د پاکستان حاکم پوځي رژیم ته په اشارې ویلي، چې د ګڼو مسلمانو هېوادونو واک لا هم د پردې تر شا د استعماري قوتونو او د هغوی د لوېدیځو وارثانو تر اغېز لاندې برېښي.
نوموړي افغانستان کې پر ملکي اهدافو د یاد رژیم بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، داسې ښکاري چې د پاکستان پوځي رژیم د لوېدیځ د ګټو ساتنې دنده پر غاړه لري.
هغه ویلي، چې له دې ډول واکمنانو څخه د کوم ستر خیر تمه لرل بېځایه ده، ځکه د ده په وینا، همدغه واکمنان د خپل حکومت د بقا لپاره د امریکا دروازې ته د خیرات لاس اوږد کړی.
