د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي ـ اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړهلیک لاسلیک شو.له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې ادارې عمومي رئیس بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل اړوند مهم هوکړهلیک د افغانستان، ازبېکستان او متحده عربي اماراتو د مسوولینو له لوري لاسلیک شو.:«دغه هوکړهلیک د افغانستان له لوري بخت الرحمن شرافت، د ازبېکستان له لوري د یاد هېواد د ترانسپورت وزیر میرزا موئین اوغلي او د متحده عربي اماراتو له لوري الانیش شرکت د رئیس ترمنځ لاسلیک شو، چې پر بنسټ به یې یاد شرکت د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي، ټولنیز او اقتصادي مطالعات په خپل مالي لگښت کوي او د دغو مطالعاتو پایلې به د افغانستان، ازبېکستان او پاکستان له لوري په دغه مهمه پروژه کې د پانگونې د جذب په موخه له نړیوالو مالي بنسټونو، هېوادونو او سوداگرو سره شریکوي.»د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ مهمه پروژه چې د افغانستان له خاورې په تېرېدو د اوسپنې پټلۍ له لارې د منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي. له مزار شریف څخه پیل او د ۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي له سمنگان، بغلان، بامیان، میدان وردگ، لوگر او پکتیا ولایتونو څخه په تېرېدلو سره د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ له ډیورنډ فرضي کرښې سره نښلول کېږي.د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه له تېرو څو کلونو راهیسې تر بحث لاندې وه، چې د افغانستان، ازبېکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ تخنیکي ډلو له لوري په بریالیتوب تر سره شوه او د افغانستان د کابینې له لوري ومنل شوه.یادې ادارې یو ځل په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې له هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او سوداگرو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه وکړي او دغه اداره به ورته گڼې اسانتیاوې برابرې کړي.