د ترافیکو عمومي ریاست وايي، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې په ټول هېواد کې له ۳ زرو زیاتې ترافیکي پېښې شوې، چې له امله یې ۱۶۰۰ تنو خپل ژوند بایللی دی.د ترافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودود خیرخوا وايي، په تېرو لسو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴ زره تنه ټپیان شوي هم دي.دی وايي، په دغو ترافیکي پېښو کې ۹۷۶ تنه نارینه، ۱۹۲ ښځې او ۴۴۷ ماشومان مړه شوي دي.افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په لویو لارو کې یې گڼې ترافیکي پېښې کېږي، چې هر کال ترې زرگونه تنه مړه او ټپیان کېږي.په هېواد کې د لویو لارو د خرابوالي سربېره د موټر چلوونکو له لوري بېاحتیاطي، د نشهيي توکو کارول، چټک تگ، د لارو تنگوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول یې عمده ستونزې یادېږي.د کابل ـ جلالاباد، کابل ـ کندهار، کابل او شمالي ولایتونو لویو لارو کې نږدې هره ورځ ترافیکي پېښې کېږي، چې گڼ خلک پکې خپل ژوند بایلي.