قاري دين محمد حنيف د کندهار د نساجي وړیو فابريکې فعالیت پیل مراسمو ته د خبرو پر مهال ویلي، نړيوال د افغانستان پر اقتصادي سکټور بندیزونو سره غواړي هېواد له ستونزو سره مخ کړي او عملاً له موږ سره اقتصادي جګړه کوي.

ښاغلي حنيف وويل:دوښمن ارام نه دی دوښمن اوس له موږ سره د سړې جګړې په حالت کې دی چې اقتصادي جګړه ده او داسې حالات راوستل غواړي چې هیڅ بهرنی او کورنی شرکت و نه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي چې د نړۍوالې ټولنې محدودیتونو سره سره د ۲۲۷ منظور شویو پروژو له ډلې، په ټول هېواد کې ۸۶ پروژې بشپړې شوې او د ۱۴۱ پراختیايي پروژو چارې روانې دي.

ښاغلی حنيف همدا رنګه زياتوي: اسلامي امارت چې اوس مهال کوم لګښتونه کوي ټول له کورنیو عوایدو دي هغه که له پراختیايي بودیجې وي او که له عادي بودیجې وي.

د دغې غونډې پر مهال ځینې نور چارواکي هم وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره تر بل هر مهاله د سوداګرۍ، پانګونې او صادراتو برخو کې د افغان کدرونو په مټ اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د چارو ادارې عمومي رییس، شيخ نورالحق انور او د امارتي شرکتونو عمومي رييس احمد جان بلال هم په خپلو خبرو کې افغانستان کې پر اقتصادي ودې، پانګونې، او پر ځان بسيا کېدو ټينګار کړی دی او په وينا یې اسلامي امارت په ټينګ عزم په يادو برخو کې ګامونه اخلي.

دغه چارواکي وايي، د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدو وروسته د کندوز سپین زر، د بغلان او کندهار نساجي او د هلمند بست په څېر سترې تولیدي کارخونې له لسیزو وروسته بیا فعالې کړې او ګڼ کاري فرصتونه یې هم رامنځته کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version