د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې، روزا اتونبایوا سره په کتنه کې پر بېلابېلو اقتصادي مسایلو خبرې کړې.
د دغه وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب ویلي چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر دوام او د راستنېدونکو ستونزو ته پر رسېدنې بحث او خبرې شوې دي.
په دې کتنه کې ښاغلي حنیف ویلي، چې یاد وزارت په هېواد کې د بېوزلۍ د کچې راټیټولو هڅې کوي، او ټولې شته سرچینې د خلکو د اقتصاد ښه کولو لپاره کارول کیږي.
بلخوا روزا اوتونبایوا له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی او هیله یې ښودلې چې د بشري اړتیاوو د پورهکولو ترڅنګ به په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنیدونکو لپاره د دایمي استوګنې مرسته هم زیاته شي.