د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي الله محمد ذاکر ویلي، چې د دغه ولایت بهسود ولسوالۍ کې ۱۶ الوتونکي مرغان د ښکاریانو له منګولو ازاد شوي.

ښاغلي ذاکر ویلي، چې د دغو الوتونکو له ښکاریانو د ښکار وسایل ضبط شوي او همداراز یادو ښکاریانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی، چې بیا ځلې ښکار ونه کړي.

ورته مهال له ښکاریانو، ‏ژمنه اخیستل شوې چې د بیاځلي نیولو په صورت کې به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version