فاریاب کې د اقینې ګمرک رییس خلیل الرحمن مصطفی وايي، چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د دغه بندر له لارې د افغانستان په صادراتو کې ۵۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره، د دغه بندر له لارې روان کال څلورو میاشتو کې ۶ زره ۳۵۰ ټنه صادرات شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې میاشت کې ۳ زره ۷۲۵ ټنه صادرات شوي وو. د هېواد په شمال کې شېرخان، حیرتان او اقینه هغه لوی سوداګریز بندرونه دي، چې له همدې لارو هېواد ته او له هېواد څخه بهر صادرات او واردات ترسره کېږي.

په وروستي کال کې د هېواد په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی د اقتصاد پوهانو له نظره په کور دننه او باندې بازار موندنه، د سوداګرۍ بې شمېره فرصتونو منځته راتلل، او دې برخې ته د اړونده ادارو ښه پاملرنه ګڼي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version