د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تېر یو کال د فعالیتونو د راپور وړاندې کولو پروګرام کې، د ژمي تر رارسېدو مخکې د واخان-چین سړک د پاتې کار د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد يونس اخندزاده په دغه پروګرام کې ویلي چې، د واخان – چین سړک چې، ۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د پلونو، پلچکونو او استنادي دېوالونو د جوړولو کار یې روان دی. 

د ښاغلي اخندزاده په وینا، د واخان سړک د جوړولو تړون تېر کال وشو چې د چين او افغانستان تر منځ به دا ۵۰ کيلومټره سړک د افغانستان لپاره د سوداګرۍ تر ټولو ښه او اسانه لاره وي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وویل:« موږ څه موده وړاندې د چين د يوه پلاوي سره چې مشري یې د چين سفير کوله واخان سيمې ته لاړو او هلته مو له نژدې د سرک جوړولو بهير وڅاره د چين‌ د پلاوي اندېښنه وه چې شايد لس کيلومتره شاوخوا تونل ته اړتيا وي خو موږ عملا وليدل چې حتا يو کيلومتر تونل ته هم اړتيا نشته».

د اقتصاد پوهانو په وينا د افغانستان او چين تر منځ د واخان سړک په جوړېدو به د افغانستان سوداګري يوه نوي او اسانه پړاو ته داخله شي او په دې سربېره به په افغانستان کې د بيکارۍ په له منځه وړلو او اقتصادي وده کې به مستقيمه اغېزه ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version