د القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې (حرکة الشباب المجاهدین) پوځي څانګې د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې پر یوګانډایي پوځیانو ځانتېری برید کړی.
«وکالة شهادة الاخباریه» اژانس راپور ورکړی، په دغه برید کې ۲۰ پوځیان او نهه ملېشې وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.
یاد اژانس په یو بل خبر کې ویلي، چې د حرکة الشباب المجاهدین ځواکونو د سومالیا په بایي ولایت کې پر ایتوپیایي پوځیانو برید کړی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
سرچینې په دغو بریدونو کې د القاعدې پوځي څانګې ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ويلي.