ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۷/۱/۱۹ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د سرپرست حکومت مشرتابه د کندهار له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې.

۲_‏د ٢۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ منسوبین فارغ شول.

۳_ملي دفاع وزارت: د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۶۳ تنه منسوبین فارغ شول.

۴_تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۷ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

۵_مولوي ذبيح الله مجاهد: ‏د ولسي شاعر، مطیع الله تراب وفات سخت خواشیني کړو.

۶_المان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو خبرې شوي.

۷_د وسپنې پټلۍ مرستیال د چین لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه کړې.

۸_کورنیو چارو وزارت: ‏هرات کې د حرفوي غلو اته کسېزه ډله ونیول شوه.

۹_له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې او د شلټر فار لایف مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستاني طالبانو ټانک کې یو پولیس ژوندی نیولی.

۲_د ایران دفاع وزیر امير عزيز نصيرزاده: موږ په اوربند هېڅ باور نه لرو او له همدې امله په نويو پلانونو جوړولو بوخت يو.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_د سوریې په السویداء کې د نښتو له امله د وژل شویو شمېر ۸۹ تنو ته رسېدلی.

۲_غزه کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د امريکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما: له ګیلو بايد لاس واخلو او د اوسني وضعيت بدلولو په موخه د ټرمپ پر ضد ودرېږو.

۲_امریکا کې د عمر خوړلیو کسانو د ساتنې په یوه مرکز کې اورلګېدنې نږدې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version