د القاعدې اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې «حرکة الشباب المجاهدین» ځواکونو، د سومالیې هېواد په شبیلي ولایت کې پر حکومتي ملېشو برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د «حرکة الشباب المجاهدین» ځواکونو د یاد هېواد د هيران ولايت په بیلدوین ښار کې هم پر يوه هوټل، چې دولتې ناستې پکې ترسره کېدې، موټربم او ډله‌ییز برید ترسره کړی او د ګڼو پوځیانو په ګډون یې لوړپوړو دولتي چارواکو ته هم مرګ‌ژوبله اړولې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version