د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د سنځلې له ۴۰۰ زرو زیات نیالګي راټول او د قوش‌تیپې کانال شاوخوا سیمې ته لېږدول شوي دي.

د کابل ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اقدام د شنو ساحو د زیاتوالي، د خاورې د ساتنې، د تخریب د کمولو او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره شوی دی.

د کابل د کرنې ریاست ټینګار کړی، چې دا ډول پروګرامونه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version