شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp وال سټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې د القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګه “جماعة نصرة الاسلام والمسلمین” د لوېديځې افریقا د مالي هېواد پلازمېنې باماکو پر لور د تګ په حال کې ده.راپور زیاتوي، چې د مالي حکومت د تېلو له کمښت او د پوځ دننه له ستونزو سره مخ دی.ویل شوي، له همدې امله د دغه هېواد د ښارونو او پوځي مرکزونو دفاعي لیکې کمزورې شوې، چې ورسره د القاعدې پوځي څانګې ته د پرمختګ فرصت برابر شوی دی.