د القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “جماعة نصرة الاسلام والمسلمین” د بورکینیافاسو کې پر پوځ او حکومتي ملېشو ۳ جلا جلا بریدونه ترسره کړي.
یاد غورځنګ ته نږدې سرچینې اذلاقه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور پوځیان وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دغو نښتو کې د القاعدې پوځي څانګې ګڼ شمېر پوځي مهمات هم ترلاسه کړي دي.