واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ضياء او سيد ناصر په نوم دوه افغان وګړي چې کلونه-کلونه یې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی و، د امريکا په کنټيکټ او سنډياګو ايالتونو کې نيول شوي دي.
سرچينه وايي، د دوی وکيلانو محکمې ته له امريکايي ځواکونو سره د دوی د همکارۍ اسناد او قراردادونه وړاندې کړي؛ خو د امريکا د کورني امنيت وزارت ضياء نومی کس د ملي امنيت لپاره ګواښ بللی او ناصر نومی کس یې بیا د قانوني اسنادو د نه لرلو په جرم نيولی دی.
د معلوماتو له مخې ضياء د افغانستان د اشغال پر مهال له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د ژباړونکي او کلتوري سلاکار په توګه کار کړی و او په ۲۰۲۵ کال کې امريکا ته وتښتېده، چې د تېرې جولای مياشتې په ۱۶مه په کنټيکټ ايالت کې ونيول شو.
دغه راز بيا ناصر نومي کس هم د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ پورې له امريکايي ځواکونو سره همکاري درلوده، چې د روان کال په جون مياشت کې ونيول شو.
په ورته وخت کې بيا د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليويټ ويلي، چې د حکومت لومړيتوب د هغو مهاجرو نيول او اخراج دی، چې قانوني اسناد ونه لري او يا د ملي امنيت لپاره ګواښ وي.
ياده دې وي، چې په روان ميلادي کال کې امريکا کې د دغه هېواد د ځواکونو لسګونه افغان همکاران نيول شوي او یا هم په بېلابېلو قضيو کې وژل شوي دي.