د عربي رسنیو د راپورونو له‌مخې، د حکمت الهجري په مشرۍ ملېشو د سوریې السويداء ولايت کې اوربند مات کړی دی.

د راپور له‌مخې، دغو وسله‌والو ملېشو پر ګڼو کليو بريدونه کړي، چې له امله یې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوريې کورنيو چارو وزارت، د اوربند د ماتېدو پړه پر ياغي ډلو اچولې او ويلي یې دي، چې دولت هڅه کوي د خلکو ژوند عادي حالت ته راوګرځوي.

ورته مهال العربیه خبري شبکې، د خپلو سرچینو له‌ قوله لیکلي، چې د سوریې امنیتي ځواکونه توانېدلي چې یاغیان پر شا وتمبوي او له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د سوریې په السویداء ولایت کې د حکومت پلوه قبایلو او ځایي دروزیانو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version