د ايران د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د اطلاعاتو سازمان يا CIA په مشرۍ څو نورو استخباراتي ادارو پرون سه شنبه خپل کلنی راپور خپور کړ او په دې راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې نه دی یاد شوی چې امريکا ته ترې ګواښ پېښېدلی شي.

د سرچينې په وينا په نورو هېوادونو کې بیا چین، ایران، روسیه او شمالي کوریا هغه هېوادونه یاد شوي چې په نړۍ کې د امریکا ګټو ته ګواښ پېښولی شي.

د امريکا د اطلاعاتي سازمان په راپور کې همدا راز راغلي چې ايران دا مهال د اټومي‌ وسلو په جوړولو نه دی بوخت؛ خو چين د هغو هېوادونو په سر کې دی چې امريکا ته ترې په لوړه کچه ګواښ پېښېدی‌ شي.

ياده دې وي چې دا راپور هر کال خپرېږي او تېر کال پکې د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په کتار کې وو چې امريکا ته ترې ګواښ پېښېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version