د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې د امريکا د میشیګان ایالت د مسلمانانو د ټولنې مشرانو د امریکا له مخکني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري‌غوښتونکو نوماند «ډونالډ ټرمپ» څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د راپورونو پر بنسټ چې د میشیګان د جومات امام، بلال الزهیري د ټرمپ د ملاتړ په ترڅ کې ویلي، “موږ مسلمانان د هغه ملاتړ کوو، ځکه چې ټرمپ د سولې ژمنه کوي، موږ د ټرمپ ملاتړ کوو، ځکه چې هغه په ​​منځني ختیځ او اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو ژمنه کوي”.

د ياد ايالت د مسلمانانو ټولنې مشر زیاته کړې، “په ټوله نړۍ کې وینه تویېدنه باید پای ته ورسېږي او زه فکر کوم چې دا سړی د دې وړتیا لري”.

د مسلمانانو ياده ټولنه په داسې حال کې له ټرمپ ملاتړ کوي چې نوموړی د صهيونيستي اسرائیلو کلک ملاتړی دی، همدارنګه ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د څو اسلامي هېوادونو اتباع امریکا ته له ورتګ منع کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د امريکا میشیګان ايالت یو له هغو ایالتونو دی چې په متحده ایالاتو کې تر نورو ایالتونو ډېر مسلمانان لري؛ په دې کې یو د بورن ښار دی چې بېخي ډېر مسلمانان لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version