سي‌بي‌اېس‌ نيوز امريکايي رسنۍ راپور ورکړی، چې د نيوجرسي‌ ايالت په پټرسن ښار کې د ډزو د يوې پېښې له امله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان.

سرچينې ويلي، دا پېښه په ځایي وخت د شپې شاوخوا ۹ بجې د «روزا پارکس بولوارډ او ګاډوين ایونیو» په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

په پېښه کې د وژل شویو او ټپيانو کړه شمېر لا هم نه دی معلوم، پولیسو سیمه کلابنده کړې او له سیمې څخه یې ګڼ شمېر مرمۍ او نور شواهد راټول کړي دي.

په ورته مهال په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لږ تر لږه دوه ټپیان پر سړک پراته دي او پولیس یو بل کس په زور نیولی، چې په لوړ غږ چیغې وهي «هلئ زما ورور سره مرسته وکړئ.»

په امريکا کې تېر کال ۱۳۷ د ډزو پېښې رامنځته شوې وې، چې سلګونه تنه یې ټپيان او وژلي و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version