د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قريشي بدلون هندوکش غږ ته ویلي، چې تېره شپه د دې ولايت د شیرزادو ولسوالۍ «کمې ترمۍ» په سیمه کې د سختو اورښتونو له امله د عزيز الله په نوم د يوه هېوادوال د کور چت لوېدلی.
د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د نوموړي د کورنۍ اووه تنه غړي په شهادت رسېدلي.
ننګرهار کې له تېرو دوه ورځو راهیسې شديدو اورښتونو او سېلابونو ګڼ شمېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
