د امریکا د لاس انجلس ایالت ختیځ د یوه ملي پارک څنډو کې پراخې اور لګېدنې لسګونه زره ودانیو ته جدي ګواښ رامنځته کړی او سلګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د این بي سي د خبر له مخې دغې اورلګېدنې ۷۰ کیلومتره مربع ځنګل سوځولی او لا هم د خپریدو او زیاتیدو په حال کې دی. له بلې خوا اسوشیټیډ پریس خبر ورکوي، چې شاوخوا ۳۵ زره کورونه تر ګواښ لاندې دي او تر اوسه لږ تر لږه درې اور وژونکي هم په دې عملیاتو کې ټپیان شوي.

د راپورونو له مخې تر اوسه د اور وژنې ډلې د دې لویې اورلګیدنې په کنټرولولو کې پاتې راغلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version