د جرمني د ښي اړخي ګوند مشر فریدريش مرتس د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی او نوموړی به د جرمني نوی صدراعظم وټاکل شي.
فریدریش مرتس چې له امریکا څخه د اروپا د خپلواکۍ ملاتړی دی؛ په پارلماني ټاکنو کې یې تر خپلې بریا وروسته ویلي، چې المان او اروپا باید په تدریجي ډول له امریکا څخه خپلواک شي.
هغه وویل، امریکا او په ځانګړې توګه ډونالډ ټرمپ د اروپا د برخلیک په اړه بې تفاوته دی.
د المان د نوي صدراعظم خبرو ته په کتو شنونکي په دې باور دي چې ممکن د ناټو پوځي اتحاد ډېر ژر له منځه لاړ شي.