د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل په پولي تخنيک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس ته د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي، افغانستان لکه څرنګه چې په کار ده په څېړنو کې پرمختګ نه دی کړی، خو لوړو زده کړو وزارت د څېړنو پرمختګ او پراختیا لپاره مهمې هڅې پیل کړي دي.

ښاغلي برادر زياته کړې، اوبه د کمېدو په حال کې دي او د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو یې منفي اغېزه کړې ده.

اقتصادي مرستيال دغه راز د لوړو زده کړو له وزارت، د کابل پولي تخنیک پوهنتون او ټولو هغو استادانو مننه کړې، چې دې کنفرانس ته یې مقالې لیکلي او چارې یې تنظیم کړي دي.

ياده دې وي، چې د اوبو نړيوال کنفرانس همدا مهال د کورنيو او بهرنيو متخصصينو په شتون کې روان دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version