ليکوال: عبدالله زاهد

د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ډونالډ ټرمپ پر کمپایني‌ غونډه ډزې شوې دي‌ چې ټرمپ ترې روغ وتلی.

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي: دا پېښه د جولای پر ۱۳مه په پېنسلوانيا ايالت کې شوې ده او په ترڅ کې یې د مشکوک حمله کوونکي په ګډون دوه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د جمهوریپال ګوند ممکنه کاندید ۷۸ کلن ډونالډ ټرمپ په بټلر کې پر ځايي وخت ماسپښین مهال خلکو ته وینا کوله؛ چې د ډزو اوازونه واورېدل شول چې وروسته د خلکو نارې او وارخطايي خپره شوه.

هغه امريکا چې د نړۍ د امنيت خبرې کوي نن يې خپله امريکا کې دغه حالت دی؛ د دې هر څه تر شاه د دوی ناولی سياست دی چې په نړۍ کې يې عملي کوي کوم چې نن سبا يې نتايج په خپل هېواد کې هم ويني.

کوم وحشتونه چې دوی په نړۍ کې کړي د نړۍ د امنيت او تروريزم سره د مبارزې په نامه؛ نن د هغه وحشتونو بدله په خپل هېواد کې ويني؛ ورځ تر بلې د امريکا حالت مخ پر خرابېدو دی.

د امريکا د ناولي سياست په وجه د امريکا ولس پر دوو برخو وېشل شوی او ورځ تر بلې يې په ولس کې کرکه او نفرتونه زياتېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له راتګ او د دوی د شرمنده ماتې وروسته اوس هم امريکا کوښښ کوي په افغانستان کې حالات خراب او بيا ځلي يې په جګړه واړوي؛ دا ځکه دوی همېش خپلې ګټې جګړه کې لټولي او دلته افغانستان کې د ا.ا.ا په راتګ سره سرتاسري امن او سوله راغلې؛ دغه حالت دوی ته د زغم نه دی او ايف بي آی او نورې د نړۍ جاسوسي ادارې هڅې کوي له افغانستان څخه دغه امن او سوله واخلي.

په افغانستان کې ولسونه يو شوي، په يوه اتحاد د امن فضاء کې په مينه سره د پرمختګ چاري پر مخ بيايي، يو نوی باب د پرمختګ يې شروع کړی. مه هېروئ چې دا همغه هېواد (افغانستان) دی چې امريکا به ويل نړۍ ترې په خطر کې ده ځکه يې پرې حمله وکړه خو نن همغه هېواد د امن يو سمبول ګرځېدلی او خپله امريکا کې هره ورځ وژنې وي؛ حتا ولسمشران يې هم په امن کې نه دي خو افغانستان کې سرتاسري امن دی.

همدا امريکا، يهود او عربستان دي چې نه غواړي افغانستان په امن کې پاتې شي ځکه د داعش خراسان، د شر و فساد ډلې روزنه کوي تر څو افغانستان کې پرې حالات خراب کړي.

د داعش خراسان ډلې روزنه هم د آی ايس آی په ذريعه کوي خو برعکس افغانستان کې داعش خراسان ناکامه او هېڅ فعاليت نه شي کولای. بل طرف خپله د پاکستان امنيت سخت خراب سوی؛ ولي چې آی ايس آی او د پاکستان پوځ همېش د غرب د پروژو عملي کولو ته کار ويلی وو خو هېر کړي يې وه چې دغه اور به د دوی تر لمنې هم رسېږي.

لکه څنګه چې امريکا کې سياسي حالات ګډ وډ او په مشکلاتو مبتلا سوي همدغسي سيمه کې د دوی اتحادي او د پروژو عملي کوونکی پاکستان حالت هم ورځ تر بلې پر خرابېدو روان دی؛ خو دوی پر ځای د دې چې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي برعکس پر نورو تهمت تړلو او د خپل ولس و ځپلو ته کار ويلی.

د امريکا ځوانان نه غواړي چې د امريکا په پوځ کې ودرېږي؛ ځکه ټول ولس يې پوهېږي چې نړۍ کې د جګړې اصل لامل هم همدا امريکا ده او د امريکا د غلطو پاليسيو او د وسلو د کارخانو د مالکانو په خوښه نړۍ کې جګړې جوړوي تر څو د دوی تجارت پرې روان و اوسي.

په امريکا کې هر کس ځان سره شخصي وسلې لري او تر ډېره په امريکا کې د همدغه وسلو په مټ يې امنيت خراب، حملې او وژنې کېږي؛ چې خپله د امريکا نظام د دغو د وسلو د کارخانو د مالکانو په خاطر وسله پخپل هېواد کې عامه کړې.

د يوه راپور له مخې په امريکا کې 81 سلنه مرګونه د وسلې په ذريعه رامنځته کېږي خو پر ځای د دې چې امريکا خپل د هېواد حالات سم کړي پر نړۍ يې بدمعاشي شروع کړې او په يوه و بل نامه پرې بنديزونه لګوي، جګړې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version