له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې(مسیر) په خپله نننۍ سرلیکنه کې د افغانستان او ایران د سوداگرۍ، کرنې او صنایعو گډې خونې د رئیس په هغو خبرو بحث کړی، چې ویلي وو: په ایران کې افغان پانگه‌والو درې مېلیارده ډالر پانگونه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، په وروستیو کلونو کې، افغان پانگه‌وال د بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي چې له امله یې گڼ‌شمېر پانگې او سوداگریزې چارې د هېواد نه بهر ته لېږدول شوي دي. د افغانستان او ایران د سوداگرۍ، کرنې او صنایعو د گډې خونې رییس ویلي چې په ایران کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانانو دي. دا شمېره د دې څرگندونه کوي چې افغان سوداگر د ایران په اقتصادي چاپېریال کې لوی رول لوبوي.: «د دغې خونې رییس همدارنگه څرگنده کړې چې هڅې روانې دي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگریزې اړیکې پراخه شي. که څه هم دا یو مثبت گام دی، خو د افغانستان د اقتصاد وزارت بهر کې له افغان پانگه‌والو غواړي چې خپلې پانگې هېواد ته را ولېږدوي.»

د سرلیکنې د لیکوال په باور، که چېرته افغان پانگه‌وال خپلې پانگې هېواد ته راولېږدوي، نو د لوږې له کمښت سره مرسته کولی شي، د هېواد اقتصادي حالت ښه کېږي او د خلکو ژوند پرمختگ کوي. حکومت هم باید د پانگه‌والو د ملاتړ لپاره جدي گامونه واخلي او گڼې اسانتیاوې ورته برابرې کړي، چې افغان پانگه‌وال هم خپلې پانگې هېواد ته راوړي.: «اړینه ده چې افغان حکومت په جدي توگه د پانگه‌والو ملاتړ وکړي او د هغوی لپاره مناسب اقتصادي شرایط برابر کړي. دا گامونه نه یوازې دا چې د هېواد اقتصاد ته گټه رسوي، بلکې د خلکو د ژوند شرایط هم ورسره ښه کېدای شي. د افغانستان د اقتصاد وزارت له خوا شوې غوښتنې یو مثبت گام دی، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده چې افغان پانگه‌وال د هېواد دننه پانگونې ته وهڅول شي.»

د سرلیکنې له مخې، د حکومت دنده ده چې پانگه‌والو ته مناسب شرایط برابر کړي، چې دغه چاره د هېواد په اقتصاد کې رغنده رول لوبولی شي.: «د افغانستان حکومت ته پکار ده چې د افغان پانگه‌والو لپاره مناسب اقتصادي شرایط برابر کړي او د افغانستان د اقتصاد وزارت له خوا شوې غوښتنې هم یو مثبت گام دی، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده چې افغان پانگه‌وال د هېواد دننه پانگونې ته په رښتیني توگه وهڅول او ملاتړ یې وشي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version