د امريکا راتلونکو ټاکنو ته نوماندې جيل اسټاين وېلي چې په نړۍ کې پرله پسې جنګونه شخړې او ورانی د امريکا د سياست پايله ده.
جيل اسټاين چې د امريکا راتلونکو ټاکنو ته د ګرين رينبو ګوند لخوا نومانده ده، په يو خبرې کنفرانس کې ويلي: د روسيې او اکراين د جګړې اصلي عامل د امريکا سياست دی، موږ بايد زر تر زره له دغه روان حالت ځان اوباسو او د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرې او سولې هڅې ګړندۍ کړو.
اسټاين په خپلو خبرو کې زياته کړې چې که امريکا مخکې خبرو ته تللې وای نو د اوکراين اوسنی حالت به دغسې نه وه او دا مسأله به دومره نه اوږدېده.