د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ تر دې مهال د ۲۳۰ الکټرال رایو په ترلاسه کولو سره د ټاکنو مخکښ دی.
بلخوا د ټرمپ سیالې او د ډیموکراټانو نوماندې کاملا هاریس تر دې مهاله ۲۰۹ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړې دي، او له ټرمپ نه ۲۱ الکټرال رایې وروسته پاتې ده.
د امریکا د ټاکنو قانون له مخې ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ګټلو لپاره ۲۷۰ الکټرال کالج رايو ته اړتیا لري.