د الجزیره شبکې د راپور له مخې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ تر دې مهال د ۲۴۷ الکټرال رایو په ترلاسه کولو سره د ټاکنو مخکښ بلل کېږي.

بلخوا د ټرمپ سیالې او د ډیموکراټانو نوماندې کاملا هریس تر دې مهاله ۲۱۴ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړې دي، او له ټرمپ نه ۳۳ الکټرال رایې وروسته پاتې ده.

د امریکا د ټاکنو قانون له مخې ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ګټلو لپاره ۲۷۰ الکټرال کالج رايو ته اړتیا لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version