د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ يا «سنټکام» د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې امريکايي پوځ د سره سمندرګي په سر په تېروتنه کې خپله ايف ۱۸ جنګي جيټ الوتکه ويشتلې ده.

د سنټکام په خبرپاڼه کې راځي چې امريکايي ځواکونو په خپله الوتکه د يمن د ځواکونو د الوتکې ګمان کړی او له جنګي بېړۍ څخه د پورته کېدو په حال کې یې خپله ايف ۱۸ جنګي جيټ الوتکه په توغنديو ويشتې ده.

سنټکام همدا راز زياتوي چې د ويشتل شوې الوتکې دوه پيلوټانو له الوتکې څخه د ژغورنې د پاراشوټ په وسيله ځان ځمکې ته غورځولی،او دواړه سرسري ټپيان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version