یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

امریکا د سیمې لپاره خطرناک پلان لري او هغوی غواړي ترڅو په منځني ختیځ او اسیا کې خپل تولید شوي وسلې وپلوري؛ ددې برسېره په پلورل شویو وسلو خپل رقیبان وټکوي.

د امریکا رقیبان څوک دي؟
د امریکا لوی رقیبان روسیه، چین، ایران او شمالي کوریا دي؛ شمالي کوریا ته یې جنوبي کوریا په غاړه کې اچولې، ایران ته یې اسرائیل د سر خوږي په ډول ور له غاړې کړی، روسیه یې له اوکراین سره اخته کړې او چین ته کله د تایوان ټاپو په شا ډبوي او کله ورته د یغور مسلمانان پلمه کوي.

ددې لپاره چې خپل لوی او زورور رقیب روسیه کمزورې کړي، نو د روسیې ټلوالې پورې مربوط ملګري هېوادونه یو یو وهي او قوت یې له منځه وړي.

او ددې ترڅنګ یې افغانستان ته هم د حرص په سترګو ګوري، دوی غواړي افغانستان یو شړېدلی زخم وګرځوي ترڅو د جنوبي اسیا هېوادونو، چین او روسیې ته له دغه زخم څخه انتانونه او مکروبونه سرایت وکړي.

دوی پوهېږي چې د ا.ا.ا د افغانستان سیاسي خپلواکي تضمین کړه او دوی اوس د خپل کورني او بیروني سیاست مستقله پر مخ بوځي نو د دغه حرکت د درولو لپاره ورته کله د شر او فساد ډله په غاړه کې ور اچوي، کله د بشر د حقونو په نامه خپل نامراده او بدنامه وېروونکي پلانونه تطبیق کړي.

دا چې د ا.ا.ا متوازن سیاست او د اړیکو بیلانس په ډېر حکمت د لویو قدرتونو ترمنځ ساتي، امریکا او ټول غرب غواړي چې افغانستان دې ضعیفه او په دوی تکیه اداره ولري نو د ا.ا.ا د ضعیفه کولو لپاره د سیاست د سترنج په مېز ډول ډول سیاستونه او دسیسې لوبوي.

موږ افغانان چې ژوند او برخلیک مو په نظام خوندي دی او بیا له هر اړخه شریعي او افغاني نظام لرو د بقا او تضمین لپاره یې باید هر ډول کوښښونه ونه دروو.

د نړۍ د هرې حربې په وړاندې باید دفاعي وسایل په کار واچوو، دا چې اوس رسنیزه جګړه تر ټولو لوی ګواښ او تهدید دی موږ باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو په ننګ کې د ننګ دا مورچل بې سرتیري او بې وسلې ونه ساتو.

د نړۍ هره دسیسه او هره فتنه زموږ یوالی او زموږ وحدت خنثی کولی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version