د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د درېیو اجرایي فرمانونو په صادرولو سره له چین، کاناډا او مکسیکو څخه امریکا ته پر وارداتي سوداګریزو توکو نوې تعرفې ولګولې. د دغو فرمانونو له مخې، سر له سې شنبې ورځې، به چینایي توکي له ۱۰ سلنه او کاناډایي او مکسیکویي سوداګریز توکي به له ۲۵ سلنه تعرفو سره مخامخ شي. د امریکا دا اقدام د یادو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.
چین اعلان کړی چې دا موضوع به د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) ته وړاندې او پر وړاندې به یې خپل ځوابي اقدامات ترسره کړي. د چین سوداګرۍ وزارت ویلي، چې پیکنګ له واشنګټن سره د خبرو اترو غوښتونکی دی، خو په مقابل کې د دښمنانه سیاستونو پر وړاندې به خاموشه پاتې نهشي.
په ورته وخت کې د کاناډا لومړي وزیر، جسټن ټروډو، له خپلو خلکو غوښتنه کړې چې امریکايي محصولات تحریم کړي.
د امریکا تعرفو ته په ځواب کې مکسیکو هم غبرګون ښودلی او د دې هېواد ولسمشر، کلودیا شینبام، په یوه پیغام کې ویلي چې خپل اقتصاد وزیر ته یې امر کړی چې متقابل اقدام وکړي.
بل خوا ټرمپ یو ځل بیا وړاندیز کړی چې کاناډا دې د امریکا ۵۱م ایالت شي، تر څو له مالیاتو څخه ګټه پورته کړي. نوموړي ادعا کړې چې امریکا کاناډا ته میلیاردونه ډالر ورکوي او پرته له دې مالي مرستې کاناډا نهشي کولی خپل اقتصادي ثبات وساتي.
ټروډو خبرداری ورکړی چې د امریکا نوې تعرفې به په امریکا کې د خوړو، تیلو او د موټرو جوړولو فابریکو د احتمالي تړل کېدو لامل شي. نوموړي همداراز له کاناډایي وګړو غوښتنه کړې چې امریکا ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د چارو د شنونکو په باور د دغو هېوادونو ترمنځ سوداګریز کړکېچ کولی شي په نړیوالو مالي بازارونو اغېزه وکړي.