امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد الاسکا ایالت کې د ریښتر په کچه اووه درجې زلزله شوې.

ویل شوي، د زلزلې مرکز د یاد ایالت په یاکوتات سیمه کې د ځمکې په ۱۰ کیلو متره ژورو کې و.

امریکایي چارواکو ویلي، چې ژغورونکې ډلې یې سیمې ته استولي او د رامنځته شویو زیانونو ارزونه پیل شوې ده.

د دغې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې الاسکا د امریکا یو له هغو سیمو څخه ده، چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version