د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د مالیې وزارت او «ډي پي ورلډ» شرکت ترمنځ نن (یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه) د پانګونې شرط‌پاڼه لاسلیک شوه.‏

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس، مفتي عبدالله عزام ویلي، یې د دې شرط‌پاڼې له مخې د هېواد سوداګریز بندرونه عصري او په نوې ټېکنالوجۍ سنبال شي.‏

ښاغلي عزام زیاته کړې، چې د یادې شرطپاڼې په رڼا کې به راتلونکي تړونونه د دې وړتیا ولري، چې په اړوندو بندرونو کې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره تاسیسات پراخ، عملیاتي او مدیریتي چارې به د پرمختللو تجهیزاتو پر مټ ترسره او ټول فعالیتونه به د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره کېږي.

ټاکل شوې، په لومړي پړاو کې د حیرتان بندر او په دویم پړاو کې به د تورخم بندر په عصري وسایلو سمبال او زېربنايي چارې یې د نړیوالو معیارونو سره سمې عیارې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version