د امریکا د سمندري ځواکونو اړوند «یو‌.اېس‌.اېس – جرالد آر فورډ» جنګي الوتکه لېږدوونکې بېړۍ، وینزویلا ته نږدې د کارابین سمندرګي ته داخله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له وینزویلا څخه امریکا ته د نشه‌یی توکو د قاچاق پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

امریکایي سرچینو ویلې، چې کارابین سمندرګي ته د یادې بېړۍ استول د عادي سمندري عملیاتو برخه ده او هدف یې د سمندري امنیت ساتل دي.

د وینزوېلا ولسمشر تر دې وړاندې ویلي، چې امریکا وینزویلا کې د حکومت بدلون غواړي او له دې لارې هڅه کوي دغه هېواد کې خپل لاسپوڅی رژیم واک ته ورسوي. ‎

ځواب پریږدئ

Exit mobile version