‏د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د روان ۱۴۰۴ هـ.ل کال په اوږدو کې له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادراتو کچه دپام وړ لوړه شوې ده.

یاد وزارت د کندهار د کرنې ریاست مسئولینو له قوله لیکلي، چې تر دې دمه ۲۱ زره او ۸۷۰ ټنه انار صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ستر پرمختګ بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ‏د افغان حکومت په هڅو له ۳۰ کلن ځنډ وروسته روسیې ته د کندهار د انارو صادرات بیا پیل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version