د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټولو امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.

اعلامیه کې وړاندې د ایران اوسنی امنیتي وضعیت غیر عادي بلل شوی او زیاته شوې، چې په دغه هېواد کې د تعقیب او امنیتي محدودیتونو له امله بهرني وګړي، په ځانګړي ډول امریکایان، له جدي ګواښ سره مخ کېدلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، هغه کسان چې ایران ته د سفر نیت لري، باید خپله پرېکړه له سره و ارزوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version