د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوه شبکو په جوړېدو سره ۸۵۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ویلي، چې د اوبو رسونې یادې شبکې د انار درې ولسوالۍ په «بجوک او کلاته علم خان» کلیو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې یې عملاً پیل شوې.
په دغو شبکو کې د ۵۰ او ۲۰ متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو دوه ذخیرو جوړول، د ۸۳ سولر تختو نښلول او د ۲۱زره او ۷۹۲ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.