نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت د دغه وزارت دفاعي استخباراتو ادارې مشر جنرال جیفري کروز له خپلې دندې ګوښه کړی.
ویل شوي، نوموړي داسې استخباراتي راپور وړاندې کړی و، چې پهکې د ایران پر اټومي تأسیساتو د برید په اړه د ټرمپ ادعاوې رد شوې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو له هوایي بریدونو وروسته ویلي وو، چې یاد تاسیسات بشپړ له منځه وړل شوي.
د یادونې ده، چې تازه د امریکا دفاع وزیر د دغه هېواد د سمندري ځواک دوه لوړ پوړي چارواکي هم له دندو ګوښه کړي دي.