د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د اسانتیاوو لپاره ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو ته نوي ترانسپورټي اتشې واستول شي.

د وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي ویلي، د دې اقدام موخه د ټرانزیټ اسانتیاوو رامنځته کول او د هېوادوالو د ترانسپورټي خدمتونو ښه کول دي.

ترانسپورټي اتشې د ډیپلوماټیکو استازولیو یوه برخه وي، چې په بهرنیو هېوادونو کې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او لېږد رالېږد اړوند چارې څاري او د اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version