د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو په تازه څرګندونو کې، ټرمپ د اسرائیلو لپاره ښه ملګری او همکار بللی او ویلي یې دي چې، دی دا ګومان نه کوي چې اسرائیل به له ټرمپ هاخوا بل ښه ملګری ولري.
روبیو وړاندې ویلي چې، د ټرمپ وروستۍ موخه همدا ده، چې حماس ته به د سياسي او نظامي فعالیتونو اجازه ورنکړي.
نوموړي د خبرو پر دوام، ايران سيمې ته ګواښ بللی او ویلي یې دي چې، له دغه ګواښه تر ټولو زیات ایراني وګړي ځورېږي.
مارکو روبیو ټینګار کړی چې، امریکا به هیڅکله ایران ته د دې اجازه ورنکړي چې د اټومي وسلو څښتن شي.