د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د درېیم پړاو څخه وړاندې ویلي چې، هېواد به یې ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنکړي.

نوموړي تېره ورځ (چهارشنبه) په یوه پوډکاسټ کې زیاته کړې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هوډ لري چې ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو څخه منع کړي او غوره ګڼي چې دا هدف د خبرو اترو له لارې ترلاسه کړي.

روبیو زیاته کړې چې، هېواد یې د جګړې غوښتونکی نه دی او نه غواړي د جګړې پیلېدل وګوري.

یاده دې وي چې، تهران تر دې وړاندې په وار وار ویلي چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی او هېڅکله به د اټومي وسلو د جوړولو، تولید او ترلاسه کولو هڅه ونه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version