د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون یکشنبه، د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر بنيامین نتنیاهو سره ګډ خبري کنفرانس کې ویلې، چې ایران د نړۍ په کچه د بې ثباتۍ تر ټولو لویه سرچینه ده او د هرې ترهګرې ډلې، تاوتریخوالي او بې ثباتۍ تر شا د دوی لاسونه دي.

ورته مهال نتناهو بیا ویلي، چې اسرائیل او امریکا اوږه په اوږه د ایران ختمولو ته ولاړ دي، دغه هېواد باید اټومي وسلې ونه لري او سیمه کې یې روان تجاوز ورختم شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version