په دې وروستیو کې امریکا د ۲۰۲۵ز کال د ملي امنیت تازه ستراتېژي خپره کړې، چې د افغانستان نوم پکې نه لیدل کېږي. دا په دې معنی ده، چې امریکا افغانستان د خپل ځان او کورني امنیت لپاره ګواښ نه بولي او په دې برخه کې د افغان حکومت بریاوې، پر وضعیت کنټرول او افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه فعاله، با امنه او باثباته هېواد په توګه پکې له ورایه برېښي، خو دې مسئلې ته د افغانستان او افغان حکومت مخالفین بېلابېل تعبیرونه ورکوي او هڅه کوي، په دغو تعبیرونو کې خپلې هغه ناسمې وړاندوینې، فرضيې او لابیګرۍ پټې کړي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې درلودې/ لري.
د افغانستان او افغان حکومت مخالفې کړۍ، افراد، تبلیغاتي چینلونه او آدرسونه دا ستراتېژي داسې تعبیروي چې ګواکې افغانستان د امریکا له لوري منزوي شوی او له پامه لوېدلی دی. دوی په دغه تعبیر سره هڅه کوي چې هغه ټولې فرضیې وړاندوینې او لابیګرۍ پټې کړي، چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې یې د افغانستان د وضعیت په اړه وړاندې کړې او لا یې هم دا لړۍ روانه کړې. دوی په دغو کلونو کې خپله نهايي هڅه وکړه، چې د افغانستان وضعیت ناسم وبولي، نړۍ ته یې لوی ګواښ باله او دغه راز د بشري حقونو او نورو کاذبو شعارونو په پلمه په افغانستان کې د یوې بلې جګړې اور او د افغانستان بیا اشغال ته لمن وهله. دوی پیل له امریکا او غربي هېوادونو وکړ، بیا د سیمې، لېرې او نږدې هېوادونو ته ورسېدل.
له لاریونونو نیولې بیا تر ټلوېزیونونو، رسنیو، سټېجونو او آن ټولنیزو رسنیو پورې، دوی د افغانستان د وضعیت د ناسم ښودلو په پار ډېرې هڅې او هلې ځلې وکړې، د استخباراتي ادارو، جرمي شبکو او آن قاچاقبرو دروازې یې وټکولې، خو له هرې دروازې او درباره ناهیلي ستانه شول، تر دې چې اوس یې ځانونو د پاکستان غېږې ته ور اچولي او د افغانستان خلاف یې ښکاره سنګر نیولی دی. دوی په دې وروستیو کې د پاکستان په اشاره او ملاتړ ټولې هغه مردودې او له کرکې ډکې کړنې کوي، چې پاکستان روانې کړې دي، په دې معنی چې پاکستان او دوی ټول په یوه جهت کې سره ولاړ دي او د افغانستان خلاف یې سنګر نیولی دی.
خو د امریکا دې ستراتېژۍ وښودله، چې افغان حکومت لکه څنګه یې چې له اوله ویل او ژمنې یې کولې، پر افغانستان پوره کنټرول لري، نشهيي توکي یې تقریباً د صفر کچې ته را ټیټ کړي، د خپلسریو مخه یې نیولې، نه ګاونډ، نه سیمې او نه هم نړۍ ته ګواښ دی، بلکې برعکس اوس د فرصتونو په مرکز بدل شوی او ورځ تر بلې د سوکالۍ، پرمختګ او ښېرازۍ په لور ګامونه اخلي. له ځينو مشخصو ادرسونو او کړیو پرته اوس ټول هېوادونه او جهتونو هڅه کوي، چې له افغانستان سره په اقتصادي او نورو برخو کې اړیکې ورغوي او پراخې یې کړي، ترڅو له موجوده فرصتونو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي.
بل لور ته همدا تېره اونۍ د روسیې ولسمشر هند ته مهم سفر درلوده، هلته يې په څرګنده توګه د افغان حکومت لاسته راوړنې یادې او وستایلې، دا غږ هند هم بدرګه کړ، چین یې هم بدرګه کوي، ایران یې هم بدرګه کوي، د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ هېوادونه یې هم بدرګه کوي. دا ټول هغه کارونه او لاسته راوړنې دي، چې د افغانستان او افغان حکومت مخالفې ډلې ټپلې او ادرسونه یې وارخطا او لالهانده کړي دي. دوی په دې پوهېږي، چې وضعیت هغه ډول نه دی روان چې دوی یې تصور کاوه او یا یې هم تمه لرله.
په ټوله کې د افغانستان اوسني وضعیت، ثبات او امنیت نه یوازې افغانانو بلکې د ګاونډ، سیمې او نړۍ هېوادونو ته بې شمېره فرصتونه برابر کړي دي. همدا اوس ایران له افغانستان سره خپله سوداګریزه راکړه – ورکړه څو چنده زیاته کړې، د منځنۍ اسیا هېوادونه د بل هر وخت په پرتله له افغانستان سره د سوداګرۍ او راکړې – ورکړې د پراختیا په هڅه کې دي، هند او چین هڅه کوي له افغانستان سره خپله سوداګري او راکړه – ورکړه پراخه کړي، روسیه هم په همدې لټه کې ده، آن اروپايي هېوادونو هم دا لړۍ روانه کړې او هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ورغوي، سوداګري پراخه کړي او له شته فرصتونو ګټه واخلي، دوی ټول فکر کوي، چې افغانستان ورته اوس د ګواښ نه، بلکې مثبتو فرصتونو په مرکز بدل شوی دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
